Lafzullah

Pashto Mokhtasar — البلد 90:1 – الناس 114:6

Author / source: Pashto Mokhtasar

Contents
  1. البلد 90:1
  2. البلد 90:2
  3. البلد 90:3
  4. البلد 90:4
  5. البلد 90:5
  6. البلد 90:6
  7. البلد 90:7
  8. البلد 90:8
  9. البلد 90:9
  10. البلد 90:10
  11. البلد 90:11
  12. البلد 90:12
  13. البلد 90:13
  14. البلد 90:14
  15. البلد 90:15
  16. البلد 90:16
  17. البلد 90:17
  18. البلد 90:18
  19. البلد 90:19
  20. البلد 90:20
  21. الشمس 91:1
  22. الشمس 91:2
  23. الشمس 91:3
  24. الشمس 91:4
  25. الشمس 91:5
  26. الشمس 91:6
  27. الشمس 91:7
  28. الشمس 91:8
  29. الشمس 91:9
  30. الشمس 91:10
  31. الشمس 91:11
  32. الشمس 91:12
  33. الشمس 91:13
  34. الشمس 91:14
  35. الشمس 91:15
  36. الليل 92:1
  37. الليل 92:2
  38. الليل 92:3
  39. الليل 92:4
  40. الليل 92:5
  41. الليل 92:6
  42. الليل 92:7
  43. الليل 92:8
  44. الليل 92:9
  45. الليل 92:10
  46. الليل 92:11
  47. الليل 92:12
  48. الليل 92:13
  49. الليل 92:14
  50. الليل 92:15
  51. الليل 92:16
  52. الليل 92:17
  53. الليل 92:18
  54. الليل 92:19
  55. الليل 92:20
  56. الليل 92:21
  57. الضحى 93:1
  58. الضحى 93:2
  59. الضحى 93:3
  60. الضحى 93:4
  61. الضحى 93:5
  62. الضحى 93:6
  63. الضحى 93:7
  64. الضحى 93:8
  65. الضحى 93:9
  66. الضحى 93:10
  67. الضحى 93:11
  68. الشرح 94:1
  69. الشرح 94:2
  70. الشرح 94:3
  71. الشرح 94:4
  72. الشرح 94:5
  73. الشرح 94:6
  74. الشرح 94:7
  75. الشرح 94:8
  76. التين 95:1
  77. التين 95:2
  78. التين 95:3
  79. التين 95:4
  80. التين 95:5
  81. التين 95:6
  82. التين 95:7
  83. التين 95:8
  84. العلق 96:1
  85. العلق 96:2
  86. العلق 96:3
  87. العلق 96:4
  88. العلق 96:5
  89. العلق 96:6
  90. العلق 96:7
  91. العلق 96:8
  92. العلق 96:9
  93. العلق 96:10
  94. العلق 96:11
  95. العلق 96:12
  96. العلق 96:13
  97. العلق 96:14
  98. العلق 96:15
  99. العلق 96:16
  100. العلق 96:17
  101. العلق 96:18
  102. العلق 96:19
  103. القدر 97:1
  104. القدر 97:2
  105. القدر 97:3
  106. القدر 97:4
  107. القدر 97:5
  108. البينة 98:1
  109. البينة 98:2
  110. البينة 98:3
  111. البينة 98:4
  112. البينة 98:5
  113. البينة 98:6
  114. البينة 98:7
  115. البينة 98:8
  116. الزلزلة 99:1
  117. الزلزلة 99:2
  118. الزلزلة 99:3
  119. الزلزلة 99:4
  120. الزلزلة 99:5
  121. الزلزلة 99:6
  122. الزلزلة 99:7
  123. الزلزلة 99:8
  124. العاديات 100:1
  125. العاديات 100:2
  126. العاديات 100:3
  127. العاديات 100:4
  128. العاديات 100:5
  129. العاديات 100:6
  130. العاديات 100:7
  131. العاديات 100:8
  132. العاديات 100:9
  133. العاديات 100:10
  134. العاديات 100:11
  135. القارعة 101:1
  136. القارعة 101:2
  137. القارعة 101:3
  138. القارعة 101:4
  139. القارعة 101:5
  140. القارعة 101:6
  141. القارعة 101:7
  142. القارعة 101:8
  143. القارعة 101:9
  144. القارعة 101:10
  145. القارعة 101:11
  146. التكاثر 102:1
  147. التكاثر 102:2
  148. التكاثر 102:3
  149. التكاثر 102:4
  150. التكاثر 102:5
  151. التكاثر 102:6
  152. التكاثر 102:7
  153. التكاثر 102:8
  154. العصر 103:1
  155. العصر 103:2
  156. العصر 103:3
  157. الهمزة 104:1
  158. الهمزة 104:2
  159. الهمزة 104:3
  160. الهمزة 104:4
  161. الهمزة 104:5
  162. الهمزة 104:6
  163. الهمزة 104:7
  164. الهمزة 104:8
  165. الهمزة 104:9
  166. الفيل 105:1
  167. الفيل 105:2
  168. الفيل 105:3
  169. الفيل 105:4
  170. الفيل 105:5
  171. قريش 106:1
  172. قريش 106:2
  173. قريش 106:3
  174. قريش 106:4
  175. الماعون 107:1
  176. الماعون 107:2
  177. الماعون 107:3
  178. الماعون 107:4
  179. الماعون 107:5
  180. الماعون 107:6
  181. الماعون 107:7
  182. الكوثر 108:1
  183. الكوثر 108:2
  184. الكوثر 108:3
  185. الكافرون 109:1
  186. الكافرون 109:2
  187. الكافرون 109:3
  188. الكافرون 109:4
  189. الكافرون 109:5
  190. الكافرون 109:6
  191. النصر 110:1
  192. النصر 110:2
  193. النصر 110:3
  194. المسد 111:1
  195. المسد 111:2
  196. المسد 111:3
  197. المسد 111:4
  198. المسد 111:5
  199. الإخلاص 112:1
  200. الإخلاص 112:2
  201. الإخلاص 112:3
  202. الإخلاص 112:4
  203. الفلق 113:1
  204. الفلق 113:2
  205. الفلق 113:3
  206. الفلق 113:4
  207. الفلق 113:5
  208. الناس 114:1
  209. الناس 114:2
  210. الناس 114:3
  211. الناس 114:4
  212. الناس 114:5
  213. الناس 114:6

البلد 90:1

الله پر حرام ښار چې مکه مکرمه ده لوړه وکړه.

البلد 90:2

او ته ای رسوله! ازاد یې پدې ښار کې چې څه کوې، د چا په وژلو چې د وژلو مستحق وي او یا یې په بندي کولو د هغه چا چې د بندي کولو مستحق وي.

البلد 90:3

او الله د بشر پر پلار لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې د هغه له نسل کوم اولاد پيداشوی دی.

البلد 90:4

پرته له شکه انسان مو په ستړيا او سختۍ کې پيداکړی، ځکه په دنيا کې ډېرې ستونزې ګالي.

البلد 90:5

آيا انسان دا ګومان کوي چې کله هغه ګناهونه کوي پر هغه به هيڅوک هم برلاسی نه شي او غچ به ترې وانخلي، او که څه هم د هغه خپل پالونکی وي؟!.

البلد 90:6

وايي به: زښته ډېر مال مې ځينې د ځينو له پاسه ولګولو.

البلد 90:7

آيا هغه څوک چې پر لګولو وياړي دا ګومان کوي چې الله يې نه ويني؟! او دا چې په خپل مال کې به حساب نه ورسره کوي چې له کوم ځايه يې ترلاسه کړ او په څه کې يې ولګوی؟!.

البلد 90:8

آيا هغه لره مو دوې سترګې نه دې ورکړې چې پرې ويني؟.

البلد 90:9

او يوه ژبه او دوې شونډې چې پرې غږيږي؟!

البلد 90:10

او هغه ته مو د خير لاره او د باطل لاره ښودلې ده؟!.

البلد 90:11

او له هغه غوښتل شوي و چې له هغه پېچومي واوړي چې له جنت څخه يې بېلوي؛ قطع يې دې کړي او ترې تېر دې شي.

البلد 90:12

او اې رسوله! تاته څه معلومه ده چې هغه پېچومی څه دی چې له هغو په تېرېدلو سره جنت ته ننوځي؟!.

البلد 90:13

هغه د يو نارينه يا ښځينه غلام آزادول دي.

البلد 90:14

او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي چې د خوړو شتون کم وي.

البلد 90:15

داسې ماشوم ته چې پلار يې مړ وي، له هغه سره خپلوي هم ولري.

البلد 90:16

او يا داسې بې وزله ته چې هيڅ هم ونه لري.

البلد 90:17

بيا له هغو کسانو وي چې پر الله يې ايمان راوړی وي او ځينو يې ځينو ته پر پيروۍ کولو او له ګناهونو څخه په ډډه کولو او ستونزو پر زغملو وصيت کړی وي او ځينو يې ځينو ته د الله پر بندګانو د مهربانۍ وصيت کړی وي.

البلد 90:18

پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی د ښي اړخ څښتنان دي.

البلد 90:19

او هغه کسان چې زموږ پر رسول زموږ لخوا د را نازل کړل شويو آيتونو څخه يې نټه کړې ده همدوی د چپ لاس څښتنان دي.

البلد 90:20

پر هغوی به د قيامت په ورځ اور را تړل شوی وي چې پکې عذابيږي به.

الشمس 91:1

الله پر لمر لوړه وکړه، او له ختيځه له راختلو وروسته يې د پورته کېدلو پر وخت لوړه وکړه.

الشمس 91:2

او پر سپوږمۍ يې لوړه وکړه چې د هغه له لوېدو وروسته ور پسې راشي.

الشمس 91:3

او پر ورځ يې لوړه وکړه چې کله په خپله رڼا هغه څه روښانه کړي چې د ځمکې پر مخ وي.

الشمس 91:4

او په شپه يې لوړه وکړه چې کله د ځمکې مخ وپوښي؛ نو تياره شي.

الشمس 91:5

او پر اسمان يې لوړه وکړه، او د هغه پر پياوړي جوړښت يې لوړه وکړه.

الشمس 91:6

او پر ځمکه يې لوړه او د هغې پر غوړېدو يې لوړه وکړه، تر څو خلک پرې و اوسيږي.

الشمس 91:7

او پر هر نفس يې لوړه وکړه، او د الله له لوري د هغه په برابر پيدايښت يې لوړه وکړه.

الشمس 91:8

بيا يې پرته له زده کړې پر هغه څه پوه کړ چې شر دي تر څو ترې ډډه وکړي، او څه چې ورته غوره دي ترڅو يې ترسره کړي.

الشمس 91:9

پرته له شکه هغه څوک په خپله موخه کې بريالی شو چې نفس يې پر فضايلو په ښايسته کولو او له رذائلو څخه په خالي کولو پاک کړ.

الشمس 91:10

او هغه څوک زيانمن شو چې خپل نفس يې په ګناهونو او نارواوو کې په پټولو ښخ کړ.

الشمس 91:11

ثموديانو په ګناهونو کې له بريده په اوښتلو او ګناه په ترسره کولو سره خپل نبي صالح درواغ وبللو.

الشمس 91:12

کله چې له هغوی تر ټولو بدمرغه سړی پورته شو وروسته تردې چې قوم يې هغه انتخاب کړ.

الشمس 91:13

هغوی ته يې رسول صالح عليه السلام وويل: د الله اوښه او په خپل ورځ کې يې نوبت سره پرېږدئ، چې هغې ته هيڅ زيان مه رسوئ.

الشمس 91:14

خو هغوی يې خپل رسول د اوښې په اړه درواغجن وګڼلو، نو ترټولو بدمرغه سړي يې د هغوی په خوښه اوښه ووژله، چې هغوی هم په ګناه کې ورسره شريکان وو، نو الله پر هغوی خپل عذاب را کوز کړ، هغوی يې د خپلو ګناهونو له امله په يوه چېغه تباه کړل، او په هغه سزا کې يې سره برابر کړل چې هغوی يې پرې تباه کړل.

الشمس 91:15

الله پر هغوی عذاب راوستی چې هغوی يې تباه کړل پرته له دې هغه پاک ذات دی د هغوی له پاتې شوو نه بېريږي.

الليل 92:1

الله پر شپه لوړه وکړه کله چې هغه په خپله تياره هغه څه پټوي چې د اسمان او ځمکې ترمنځ دي.

الليل 92:2

او په ورځ يې لوړه وکړه کله چې هغه ښکاره او څرګنده شي.

الليل 92:3

او د دوو ډولونو: نارينه او ښځينه وو په پيدايښت يې لوړه وکړه.

الليل 92:4

اې خلکو! پرته له شکه ستاسو عمل مختلف دی، ځينې نېکۍ دي چې جنت ته د ننوتلو لامل دي او ځينې بدۍ دي چې اور ته د ننوتلو لامل دي.

الليل 92:5

او چا چې هغه څه ورکړل چې لګول يې لازم دي؛ لکه زکات، خيرات او کفاره، او له هغه څه يې ځان وساتلو چې الله ترې منع کړی دی.

الليل 92:6

او د الله کړې ژمنه یې رېښتيا وبلله( چې الله به هغه څه ورکوي چې ژمنه یې ورسره کړې ده).

الليل 92:7

نو نېک عمل او د الله په لار کې لګښت به ورته اسانه کړو.

الليل 92:8

او چاچې پر خپل مال بخيلي وکړه چې په کوم څه کې يې لګول واجب و په هغو کې يې ونه لګاوه، او پر خپل مال له الله څخه بې پروا شو او د الله له پېرزوينې يې څه ونه غوښتل.

الليل 92:9

او الله چې د ښه ځای ناستي او د الله په لار کې پر مال لګولو کومه ژمنه کړې ده هغه يې درواغ وګڼله.

الليل 92:10

نو هغه لره به بد کار اسانه کړو، او د ښه کار ترسره کول به ورته سخت کړو.

الليل 92:11

او له هغه څخه به يې هغه مال چې بخيلي يې پرې کړې وه هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي او اور ته ننوځي.

الليل 92:12

پرته له شکه پر موږ لازم دي چې د حق او باطل لارې بيان کړو.

الليل 92:13

او پرته له شکه چې د آخرت ژوند موږ لره دی او د دنيا ژوند هم موږ لره دی، په دواړو کې چې څنګه غواړو تصرف کوو، او له موږ پرته دا بل هيچا لره هم نه دي.

الليل 92:14

اې خلکو! تاسې مو له بلېدونکي اور څخه وېرولي ياست که چېرې تاسې له الله څخه سرغړونه وکړئ.

الليل 92:15

د دغه اور ګرمي به يوازې هغه تر ټولو بدمرغه انسان زغمي چې هغه کافر دی.

الليل 92:16

هغه څوک چې هغه څه يې درواغ وګڼل چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و، او د الله د امرونو له منلو يې مخ واړولو.

الليل 92:17

او له هغه (اوره) به د خلکو ډېر پرهېزګاره ابوبکر رضي الله عنه په څنګ کړل شي.

الليل 92:18

هغه چې خپل مال د نېکيو او له ګناهونو څخه د پاکوالي په لارو کې لګوي.

الليل 92:19

او له خپل مال څخه چې څه لګوي د دې لپاره يې نه لګوي چې د هغه چا بدله پرې ورکړي چې پر هغه يې احسان کړی وي.

الليل 92:20

خپل مال يوازې د دې لپاره لګوي چې د هغه پالونکي خوښي يې ترلاسه کړي چې پر مخلوق يې لوړ دی.

الليل 92:21

او ژر ده چې هغه به پر هغه څه راضي شي چې الله کومه عزتمنه بدله ورکوي.

الضحى 93:1

الله د ورځې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه.

الضحى 93:2

او پر شپه يې لوړه وکړه، کله چې تياره شي او خلک له خوځښته پکې آرامه شي.

الضحى 93:3

اې رسوله! پالونکي دې نه پرې اېښی يې او نه يې بد اېشېدلی يې، لکه مشرکان چې وايي، کله چې وحي ( د يوڅه مودې لپاره) قطع شوه.

الضحى 93:4

او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی؛ ځکه هلته داسې تلپاتې نعمتونه دي چې نه ختميږي.

الضحى 93:5

او ژر به تاته او امت ته دې دومره لویه بدله درکړي، چې پر هغه څه به راضي شې چې تاته او ستا امت ته يې ورکړي دي.

الضحى 93:6

او پرته له شکه ته يې کوچنی داسې وموندلې چې پلار دې مړ و، نو تا لره يې هستوګنځی درکړ، داسې چې ستا نيکه عبدالمطلب يې درباندې مهربانه کړ، بيا ستا تره (کاکا) ابوطالب.

الضحى 93:7

او په داسې حال کې يې وموندلې چې نه دې کتاب او نه دې ايمان پېژندلو، نو له دغه يې هغه څه دروښودل چې نه پرې پوهېدلې.

الضحى 93:8

او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړلې.

الضحى 93:9

نو له هغه چا سره سخته معامله مه کوه چې پلار يې په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړی وي او مه يې سپکوه.

الضحى 93:10

او اړ سوالګر مه رټه.

الضحى 93:11

د الله د نعمتونو شکر وباسه او ښکارندويي يې کوه.

الشرح 94:1

ستا لپاره مو ستا سينه پراخه کړه؛ نو د وحي ترلاسه کول مو درته خوښه وګرځول.

الشرح 94:2

او ستا لپاره مو ستا مخکېني ګناهونه وبښل او له تا څخه مو د ناپوهۍ د هغې زمانې بار لرې کړ چې پکې وې.

الشرح 94:3

هغه چې ته يې ستړی کړی وې، تردې چې نېږدې وه ملا دې ماته کړي.

الشرح 94:4

او ستا لپاره مو ستا ياد لوړ کړ، داسې چې په اذان، اقامت او داسې نورو ځايونو کې دې يادونه کيږي.

الشرح 94:5

پرته له شکه له سختۍ او تنګۍ سره آساني، پراخي او ژغورل وي.

الشرح 94:6

بېشکه له سختۍ او تنګۍ سره آساني، پراخي او ژغورل هم وي، کله چې پر دې پوه شوې؛ نو د خپل قوم ازار دې تا خپه نه کړي او نه دې تا الله ته له رابلنې راوګرځوي.

الشرح 94:7

کله چې له خپلو کارونو وزګار شوې، او پای ته دې ورسول؛ نو بيا د خپل پالونکي په عبادت کې کوښښ کوه.

الشرح 94:8

او خپله لېوالتيا او موخه دې يوازې د الله لوري ته وګرځوه.

التين 95:1

الله پر انځر او د هغه د را شنه کېدو پر ځای لوړه وکړه، او پر ښوون او د هغه د را شنه کېدو پرځای د فلسطين پر هغه ځمکه لوړه وکړه چې عيسی عليه السلام پکې لېږل شوی دی.

التين 95:2

او د سينا پر هغه غره يې لوړه وکړه چې هلته د الله نبي موسی عليه السلام له الله پاک سره مناجات کړي دي.

التين 95:3

او پر هغه حرام ښار مکه يې لوړه وکړه چې څوک ور ننوځي؛ نو په امن کې وي، چېرې چې محمد صلی الله د نبي په توګه لېږل شوی دی.

التين 95:4

پرته له شکه موږ انسان په تر ټولو ښه او غوره صورت کې پيداکړی دی.

التين 95:5

بيا مو هغه په دنيا کې زوړوالي او چټياتو ته راوګرځولو چې له خپل جسد څخه ګټه نه شي پورته کولای، لکه څنګه چې له ده ګټه نه شې اخېستی کله چې خپل فطرت له منځه يوسي او اور ته وګرځي.

التين 95:6

مګر هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي؛ نو هغوی که څه هم زاړه شي، بيا هم هغوی لره تلپاتې نه ختمېدونکې بدله ده او هغه جنت دی، ځکه هغوی خپل فطرت پاک کړی.

التين 95:7

نو اې انسانه! څه شی دې د بدلې د ورځې په اړه درواغ ګڼلو ته هڅوي، وروسته تردې چې د هغه د قدرت زياتې نښې دې وليدې؟

التين 95:8

ايا الله د قيامت د ورځې د بدلې د ورځې په ګرځولو سره ترټولو حاکمانو لوی حاکم او تر ټولو عادل نه دي؟! ايا دا عقل مني چې الله به خپل بندګان همداسې پرېږدي پرته له دې چې د هغوی ترمنځ دې پرېکړه وکړي، چې نېکي کوونکي ته يې د نېکۍ بدله ورکړي او بدکار ته يې د بدۍ بدله ورکړي؟

العلق 96:1

اې رسوله! هغه څه ولوله چې الله يې درته وحي کوي؛ د خپل هغه پالونکي پر نوم پيل کوه چې ټول مخلوقات يې پيداکړي دي.

العلق 96:2

او انسان يې د ټينګې وينې له ټوټې پيداکړ وروسته تردې چې هغه نطفه و.

العلق 96:3

اې رسوله! ولوله هغه څه چې الله يې درته وحي کوي، او ستا هغه ډېر مهربانه پالونکی چې هيڅ کرم د هغه کرم ته نه شي رسېدلی، او هغه ډېر سخاوت او احسان والا دی.

العلق 96:4

هغه ذات چې خط او ليکل يې په قلم ور وښودل.

العلق 96:5

انسان ته يې هغه څه وروښودل چې نه پرې پوهېدلو.

العلق 96:6

په رېښنيا چې انسان بې لارې دی لکه ابوجهل چې په تېري کولو سره د الله له پولو واوخت.

العلق 96:7

له دې امله چې هغه کومه مرتبه او مال لري د هغو له امله بې پروايي وکړي.

العلق 96:8

اې انسانه! پرته له شکه ستا پالونکي ته د قيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو هر څوک چې د څه وړ دی د هغو بدله به ورکړي.

العلق 96:9

ايا د ابوجهل ډېر حيروانوونکی حالت دې ليدلی چې ايسارول کوي.

العلق 96:10

زموږ بنده محمد صلی الله عليه وسلم چې کله له کعبې سره لمونځ کوي.

العلق 96:11

آيا ته وينې که هغه ايسارل کړل شوی د خپل پالونکي له لوري پر لارښوونه او بصيرت وي؟!.

العلق 96:12

او يا هغه خلکو ته له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو امر کوي، آيا دا ډول سړی بايد منع کړل شي؟!.

العلق 96:13

آيا پام دې دی که دغه ايساروونکی هغه څه درواغ وګڼي چې رسول ورسره راغلی او مخ ترې واړوي، آيا هغه له الله څخه نه وېريږي؟!.

العلق 96:14

آيا دغه له لمانځه څخه ايساروونکی بنده نه پوهيږي چې الله هغه څه ويني چې هغه يې کوي، له هغه هيڅ هم نه پتيږي؟!.

العلق 96:15

امر داسې نه دی لکه دغه ناپوه چې فکر کړی، که چېرې زموږ د بنده له آزارولو او درواغجن ګڼلو را ونه ګرخي، هرومرو به يې اور ته په سختۍ سره کش کړو پداسې حال کې چې د سر له مخکېنۍ برخې به یې راونیسو.

العلق 96:16

د دغه تندي څښتن په وينا کې درواغجن، په عمل کې تېروتی دی.

العلق 96:17

نو هغه مهال چې اور ته د سر له مخکېنۍ برخې را ونيول شي، خپل ملګري او د مجلس ياران دې راوبولي چې مرسته ترې وغواړي ترڅو يې له اوره وژغوري.

العلق 96:18

ژر ده چې موږ هم له سختو پرېښتو څخه د دوزخ چوکيدارانې را وغواړو چې د الله له امر څخه سرغړونه نه کوي، د کوم څه امر چې ورته وکړي، او هغه څه کوي چې امر ورته کيږي، نو بيا دې وګوري چې کومه ډله زياته پياوړې او ځواکمنه ده.

العلق 96:19

امر داسې نه دی لکه دغه ظالم چې فکر کړی چې تاته به کوم زيان ورسوي، نو په امر او نهي کې يې پيروي مه کوه، او يوازې الله ته سجده کوه، او هغه ته په پيرويو نېږدې شه، ځکه دغه طاعات هغه ته څوک نېږدې کوي.

القدر 97:1

پرته له شکه موږ په پيل کې ټول قرآن يوځای د دنيا اسمان ته پر نبي صلی الله عليه وسلم د رمضان له مياشتې څخه د قدر په شپه را نازل کړ.

القدر 97:2

اې نبي! ته څه پوهېږې چې په دغه شپه کې کوم خير او برکت دی؟

القدر 97:3

دغه شپه د لوی خير شپه ده، چې تر زرو مياشتو غوره ده څوک چې د ايمان لرلو او ثواب په نيت پکې عبادت وکړي.

القدر 97:4

په هغې کې پرېښتې او جبرئيل عليه السلام د خپل پالونکي په اجازه د هر هغه کار ترسره کولو لپاره را کوزيږي چې الله يې په دغه کال کې د کېدو پرېکړه کړې وي هغه که روزي وي، که مرګ، که د چا پيداکېدل او که داسې نور څه وي چې الله ټاکلي دي.

القدر 97:5

دغه مبارکه شپه ټوله خير ده له پيل څخه د سهار تر راختلو پورې.

البينة 98:1

له يهودو، نصاراوو او له مشرکانو چې چا کفر کړی و، هغوی په کفر کې له خپلې ډلې او اتفاق څخه بېلېدونکي نه وو ترڅو چې څرګند دليل او ښکاره حجت ورته را نه شي.

البينة 98:2

دغه څرګند برهان او ښکاره حجت چې هغه د الله له لوري رالېږل شوی رسول دی پاکې صحيفې تلاوت کوي چې يوازې پاک خلک يې اوري.

البينة 98:3

چې په دغو صحيفو کې د رېښتينولۍ خبرونه او عدل حکمونه دي، هغه څه ته د خلکو لارښوونه کوي چې په هغو کې يې خير او ښېګڼه وي.

البينة 98:4

او يهود چې تورات ورکړل شوی و او نصارا چې انجيل ورکړل شوی و وروسته تر هغه سره بېل شول، چې الله هغوی ته خپل نبي ولېږلو؛ نو ځينو يې اسلام راوړ، او ځينې يې په کفر کې له بريده واوښتل، سره له دې چې د هغه د نبي پر رېښتينولۍ پوهېدل.

البينة 98:5

د يهودانو او نصاراوو جرم او عناد څرګنديږي چې هغوی ته په دغه قرآن کې يوازې د هغه څه امر شوی دی چې په خپلو کتابونو کې ورته شوی وو، چې يوازې الله ولمانځي، له شرک ډډه وکړي، لمونځ وکړي، زکات ورکړي، چې پر کوم څه امر ورته شوی وو همغه داسې نېغ دين دی چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.

البينة 98:6

پرته له شکه له يهودانو او نصاراوو چې چا کفر کړی د قيامت په ورځ به دوزخ ته ننوځي او تل به پکې وي، همدوی ترټولو بدخلک دي، ځکه پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی دی.

البينة 98:7

پرته له شکه کومو کسانو چې پر الله ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی ترټولو غوره خلک دي.

البينة 98:8

د هغوی بدله د خپل پالونکي سره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، الله له هغوی څخه راضي دی ځکه چې پر هغه يې ايمان راوړی او د هغه پيروي يې کړې ده، هغوی له الله څخه راضي دي ځکه چې د هغه لورېينه يې ترلاسه کړې ده، او دغه لورېينه هغه څوک ترلاسه کولای شي چې له خپل پالونکي وېريږي، نو د هغه امر پرځای کوي او له نهي يې ډډه کوي.

الزلزلة 99:1

کله چې ځمکه په سختو داسې خوځولو وخوځول شي چې دا به د قيامت په ورځ پېښيږي.

الزلزلة 99:2

او ځمکه هغه څه را وباسي چې د هغې په خېټه کې کوم مړي او نور شيان دي.

الزلزلة 99:3

او انسان د حيرانتيا له مخې ووايي: چې د ځمکې حالت څه دی چې خوځيږي او ښوريږي.

الزلزلة 99:4

په دغه لويه ورځ به ځمکه د هغه څه په اړه خبرې کوي چې کوم خير او شر پرې شوي دي.

الزلزلة 99:5

ځکه چې الله هغې ته ښودلي دي او د دغه امر يې ورته کړی دی.

الزلزلة 99:6

په دغه لويه ورځ چې ځمکه پکې خوځيږي خلک به د حساب له ځايه ډلې ډلې راووځي، ترڅو خپل هغه عملونه وويني چې په دنيا کې يې کړي دي.

الزلزلة 99:7

نو چا چې د کوچني مېږي د وزن په اندازه د خيراو نېکۍ له کارونو څه کړي وي هغه به خپلې مخې ته وويني.

الزلزلة 99:8

او څوک چې د کوچني مېږي په اندازه بد کار وکړي، همدارنګه به يې ويني.

العاديات 100:1

الله پر هغو آسانو لوړه وکړه چې داسې ځغلي چې د سختې تېزۍ له امله يې د ساه اواز اورېدل کيږي.

العاديات 100:2

او پر هغو آسانو يې لوړه وکړه چې پر خپلو ښنګرو اور بلوي کله چې له ډبرو سره لګيږي ځکه ډېر په سختۍ ورسره لګيږي.

العاديات 100:3

او پر هغو آسانو يې لوړه وکړه چې سهار مهال پر دوښمنانو يرغل کوي.

العاديات 100:4

په خپله ځغاسته دوړې پورته کوي.

العاديات 100:5

خپل سپاره د دوښمانو د ټولي منځته ته ننباسي.

العاديات 100:6

پرته له شکه انسان د هغه خير ډېر منع کوونکی دی کوم چې پالونکی يې ترې غواړي.

العاديات 100:7

او پرته له شکه هغه په خپله هم د خير پر منع کولو شاهد دی، د هغو د څرګندوالي له امله نټه ترې نه شي کولای.

العاديات 100:8

او هغه له مال سره د زياتې مينې له امله پرې بخل کوي.

العاديات 100:9

آيا دغه د دنيا په ژوند دوکه شوی انسان نه پوهيږي چې کله الله هغه مړي را پورته کړي چې په قبرونو کې دي او له ځمکې يې د حساب او بدلې لپاره را وباسي، حال به داسې نه وي لکه څرنګه چې هغوی خيال کاوه؟!.

العاديات 100:10

او څرګند او بيان به کړل شي کوم نيتونه، عقيدې او نور شيان چې په زړونو کې دي.

العاديات 100:11

پرته له شکه پر هغوی به يې پالونکی په دغه ورځ ښه خبر وي، له هغه څخه به د خپلو بندګانو له امر څخه هيڅ هم نه پټيږي، او پر دغه به هغوی ته بدله ورکړي.

القارعة 101:1

هغه قيامت چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله به د خلکو زړونه کړنګوي.

القارعة 101:2

دغه قيامت څه دی چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله د خلکو زړونه کړنګوي؟!.

القارعة 101:3

اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه قيامت چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله د خلکو زړونه کړنګوي څه دی؟! بېشکه هغه د قيامت ورځ ده.

القارعة 101:4

په کومه ورځ چې د خلکو زړونه کړنګول کيږي هغوی به هلته دلته د تيتو شيندل شويو پتنګان غوندې وي.

القارعة 101:5

او غرونه به د خپل تګ او خوځښت په سپک والي کې د ټکول شويو وړيو غوندې وي.

القارعة 101:6

نو بيا چې د چا نېک اعمال پر بدو اعمالو يې زيات شي.

القارعة 101:7

نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي چې په جنت کې به يې ترلاسه کوي.

القارعة 101:8

او د چا چې بد عملونه پر ښو علمونو يې زيات شي.

القارعة 101:9

نو د هغه هستوګنځی او د ورتګ ځای به د قيامت په ورځ دوزخ وي.

القارعة 101:10

اې رسوله! ته څه پوهېږې چې هغه څه ده؟!.

القارعة 101:11

هغه سخت ګرم اور دی.

التكاثر 102:1

اې خلکو! پر مالونو او اولادونو وياړ کولو تاسې د الله له پيروۍ بوخت کړي ياست.

التكاثر 102:2

تردې چې مړه شئ او خپلو قبرونو ته مو ننوځئ.

التكاثر 102:3

تاسې لره په کار نه وه چې پر هغو د وياړلو له امله د الله له پيروۍ بوخت شئ، ژر به د دغه بوختيا پر پايله پوه شئ.

التكاثر 102:4

بيا به ژر د هغو پر پايله پوه شئ.

التكاثر 102:5

په رېښتيا که چېرې تاسې په یقيني توګه پوهېدلای چې تاسو به الله ته ور پاڅول کېږئ، او هغه به مو د اعمالو بدله درکوي؛ نو تاسې به پر مالونو او اولادونو مو پر وياړلو نه بوختېدلای.

التكاثر 102:6

پر الله قسم چې تاسې به د قيامت په ورځ اور ووينئ.

التكاثر 102:7

بيا به هرومرو تاسې هغه په يقني ليدلو سره ووينئ چې هيڅ شک به پکې نه وي.

التكاثر 102:8

بيا به الله هرومرو په دغه ورځ له تاسې د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې پر تاسو يې کومه روغتيا، شتمني او داسې نور پېرزو کړي وو.

العصر 103:1

د مازديګر پر وخت يې لوړه وکړه.

العصر 103:2

پرته له شکه چې انسان په زيان او تباهۍ کې دی.

العصر 103:3

پرته له هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي دي، او ځينو يې ځينو ته د حق او پر حق د صبر کولو سپارښتنه کړې ده، نو پر دغو صفتونو متصف خلک په خپل دنيوي او اخروي ژوند کې نجات موندونکي دي.

الهمزة 104:1

وبال او سخت عذاب د خلکو د زيات غيبت کوونکو او په هغوی د زيات عيب ويونکو لپاره دي.

الهمزة 104:2

هغه څوک چې ټوله هڅه يې د مال غونډول او شمېرل وي، له دغه پرته بل کار نه لري.

الهمزة 104:3

هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو د دنيا په ژوند کې به تل تل ترتله پاتې شي.

الهمزة 104:4

امر به داسې نه وي لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو د دوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، د خپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي.

الهمزة 104:5

اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه اور چې هر ور اچول شوی کس ټوټه ټوټه کوي هغه څه دی؟!.

الهمزة 104:6

پرته له شکه هغه د الله بل کړل شوی اور دی.

الهمزة 104:7

هغه چې د خلکو له جسمونو څخه زړونو ته يې لار مومي.

الهمزة 104:8

پرته له شکه هغه پر عذاب کړل شويو را تړل شوی دی.

الهمزة 104:9

په اوږدو لوړو ستنو کې تردې چې له هغو به نه وځي.

الفيل 105:1

اې رسوله! ايا خبر نه يې چې پالونکي دې پر ابرهه، د هغه پر ملګرو او د فيل پر څښتنانو څه وکړل کله چې هغوی د کعبې ورانول غوښتل.

الفيل 105:2

پرته له شکه الله د هغوی بد تدبير په لارورکۍ کې ونړولو، نو هغه څه يې ترلاسه نه کړل چې هيله يې لرله چې هغه له کعبې څخه د خلکو ايسارول وو، او له هغو يې هيڅ هم ترلاسه نه کړل.

الفيل 105:3

او پر هغوی يې داسې مرغان ور ولېږل چې ډلې ډلې ورته راغلل.

الفيل 105:4

هغوی يې د ډبرينې خټې پر کاڼو وېشتل.

الفيل 105:5

نو الله هغوی داسې کړل لکه د هغه کښت پاڼې چې څارويو خوړلې وي او تر پښو لاندې يې کړې وي.

قريش 106:1

د قريشو د عادت او الفت لپاره.

قريش 106:2

په ژمي کې يمن ته سفر، او د اوړي سفر يې شام ته د ډاډ په حالت کې.

قريش 106:3

نو يوازې د هغه الله چې د دغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې د هغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي.

قريش 106:4

هغه ذات چې په لوږه کې يې هغوی ته خواړه ورکړل، او له وېرې يې په امن کړل، داسې چې د عربو په زړونو کې يې د حراموالي تعظيم او د هغې د اوسېدونکو تعظيم کېښود.

الماعون 107:1

ايا هغه دې وپېژندلو چې د قيامت په ورځ بدله درواغ ګڼي؟!

الماعون 107:2

هغه خو همغه دی چې يتيم له اړتيا څخه په زياته سختۍ سره شړي.

الماعون 107:3

خپل ځان او نور خلک بې وزلو ته په خوړو ورکولو نه هڅوي.

الماعون 107:4

نو د هغو لمونځ کوونکو لپاره تباهي او سزا چې له لمونځونو يې بې خبره وي هيڅ پروا يې نه لري، تردې چې وخت يې تېر شي.

الماعون 107:5

نو د هغو لمونځ کوونکو لپاره تباهي او سزا چې له لمنځونو يې بې خبره وي هيڅ پروا يې نه لري، تردې چې وخت يې تېر شي.

الماعون 107:6

هغه کسان چې په خپلو لمنځونو او کړنو ځان ښودنه کوي، د الله لپاره يې نه ځانکړی کوي.

الماعون 107:7

او له نورو خلکو سره پر هغه څه له مرستې کولو څخه منع کوي چې پر هغو په مرسته کې کوم زيان هم نشته.

الكوثر 108:1

اې رسوله! پرته له شکه موږ تاته زيات خير درکړی، چې له هغو څخه يو په جنت کې د کوثر نهر هم دی.

الكوثر 108:2

نو پر دغه نعمت د الله شکر وباسه، چې يوازې هغه ته لمونځ او ذبح کوه، پر خلاف د هغه څه چې مشرکان يې خپلو بتانو ته د نېږدې والي لپاره ذبح کوي.

الكوثر 108:3

پرته له شکه ستا سره کينه کوونکی همغه له هر خير څخه پرې کړل شوی دی او داسې هېر کړل شوی دی چې که ياد کړل شي؛ نو په بد سره ياديږي.

الكافرون 109:1

اې رسوله! ووايه: اې پر الله کفر کوونکو.

الكافرون 109:2

زه نه اوس او نه په راتلونکي کې هغه څه لمانځم چې تاسو کوم بوتان لمانځئ.

الكافرون 109:3

او نه تاسې د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم، چې هغه يوازې الله دی.

الكافرون 109:4

او نه زه د هغه څه لمانځونکی يم چې تاسو کوم بوتان لمانځئ.

الكافرون 109:5

او نه تاسې د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم، چې هغه يوازې الله دی.

الكافرون 109:6

ستاسو لپاره مو هغه دين دی چې د ځانونو لپاره مو له ځانه جوړ کړی دی، او زما لپاره زما هغه دين دی چې الله پر ما نازل کړی دی.

النصر 110:1

اې رسوله! کله چې ستا د دين لپاره د الله مرسته او د هغه له لوري يې درناوی راشي او د مکې فتحه پېښه شي.

النصر 110:2

او خلک ووينې چې په اسلام کې له يوې ډلې وروسته بله ډله داخليږي.

النصر 110:3

نو پوه شه چې دغه د هغه کار د پای ته رسېدلو د رانېږدې کېدو نښه ده چې ته ورسره لېږل شوی وې، نو د خپل پالونکي پاکي دې بيانوه، د هغه پر مرسته او بريا د شکر اېستلو لپاره، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د توبې ډېر قبلوونکی دی او هغوی بښي.

المسد 111:1

د نبي صلی الله عليه وسلم د تره ابولهب بن عبدالمطلب دواړه لاسونه د هغه د خپل عمل د زيان له امله زيانمن شول؛ ځکه هغه نبي صلی الله عليه وسلم ځورولو، او د هغه هڅه ناکامه شوه.

المسد 111:2

د هغه مال او اولاد هغه ته څه ګټه ورسوله؟ هغو دواړو ترې هيڅ عذاب دفع نشوای کړای، او نه يې هغه لره کوم رحمت را کش کړای شوای.

المسد 111:3

ژر به هغه د قيامت په ورځ د لمبو والا اور ته ور ننوځي، چې ګرمي به يې ګالي.

المسد 111:4

او ژر به يې مېرمن ام جميل هم اور ته ور ننوځي کومې چې نبي صلي الله عليه وسلم آزارولو د هغه په لار کې د اغزيو په اچولو سره.

المسد 111:5

چې په غاړه کې به يې محکمه اودل شوې رسۍ وي اور ته به پرې بوول کيږي.

الإخلاص 112:1

اې رسوله! ووايه: هغه په الوهيت کې يو الله دی، له هغه پرته بل الله نشته.

الإخلاص 112:2

هغه داسې سردار دی چې د بشپړتيا او ښایست صفتونو په هغه پای موندلې ده، هغه چې ټول مخلوقات ورته اړ دي.

الإخلاص 112:3

هغه ذات چې نه يې هيڅوک زيږولي او نه له هيچا زېږېدلی، نه هغه لره زوی شته هغه پاک دی او نه هغه لره پلار شته.

الإخلاص 112:4

او نه هغه لره په پيداکولو کې څوک ورته دي

الفلق 113:1

اې رسوله! ووايه: د سهار پر پالونکي ځان خوندي کوم او پر هغه پناه غواړم.

الفلق 113:2

له مخلوقاتو څخه د هغه چا له شره چې آزار رسوي.

الفلق 113:3

او پر الله ځان ساتم له ټولو هغو شرونو څخه چې په شپه کې را ښکاره کيږي هغه که خزندې دي او که غله دي.

الفلق 113:4

او پر هغه (الله ) ځان ساتم د هغو کوډګرو له شره چې په غوټو کې پوکی کوي.

الفلق 113:5

او د کينه کوونکي له شره پرې ځان ساتم، کله چې هغه داسې عمل وکړي چې د هغه کينه یې ورته هڅوي.

الناس 114:1

اې رسوله! ووايه: د خلکو پر پالونکي ځان ساتنه کوم او پر هغه پناه غواړم.

الناس 114:2

د خلکو پر پاچا، چې په هغوی کې هرډول وغواړي تصرف کوي، له هغه پرته هغوی لره بل حقيقي پاچا نشته.

الناس 114:3

په حقه د هغوی معبود دی، له هغه پرته هغوی لره بل په حقه معبود نشته.

الناس 114:4

د هغه شيطان له شره چې خپله وسوسه انسان ته اچوي کله چې انسان د الله له ياده بې پروا شي، او بېرته ترې شاته کيږي کله چې هغه (الله) ياد کړي.

الناس 114:5

خپله وسوسه د خلکو زړونو ته اچوي.

الناس 114:6

او هغه هم له انسانانو وي لکه څنګه چې له پېريانو څخه وي.